ایکنانیوز راپور راکوي،دغه خبرې د « استاد یاد » په نامې سره په نړیوال ویبینار کې، چې د خداي بخښلي استاد عبدالرسول عبایي د یاد په مناسبت او د ښوونکي د مقام د لمانځنې په موخې سرخ د پوهنتوني جهاد(جهاد انشگاهي) د قرآنی ادارې او د نور قرآنی کلب په ملګرتیا سره جوړ شوی و، مطرح شوې. په دغه ویبینار کې د عراق قرآنی مخکښ رافع العامري او د ایران قرآنی مخکښان لکه کریم دولتی او داوود تکفلاح هم ګډون درلود.
موسوی بلده وویل، کله چې استاد عبایي د ملایشیائي سیالیو لپاره د قضاوت په موخه تللی و، د آییننامې په اړه یې د دقیقو ټکو په وړاندې کولو سره د نړیوالو قاضیانو پام ځان ته واړاوه، چې په پایله کې ئې د ملایشیا سیالیو آییننامه بدله کړه. له همدې امله عبایي څو ځله د ملایشیا سیالیو د قضاوت او وروسته د قاضیانو د بورډ د مشر په توګه وټاکل شو.
هغه زیاته کړه، د یوه ښوونکي تر ټولو مهم ابزار د هغه ژبه ده. کله چې استاد عبایي ناروغ شو، نو سره له سختې ناروغۍ، په ټولو غونډو کې ئې ګډون کاوه، چې دا کار ئې هم مونږ ته روحیه راکوله او هم له دې قرآنی کړیو څخه ئې روحیه اخیسته.
موسوی بلده وویل، استاد عبایي د خپل ښه اخلاق او علمي تسلط له امله خلک د قرآن قرائت ته جذب کړل، چې دا د قرآنی ښوونکي د اخلاقو او علمي وړتیا اهمیت ښيي.
https://iqna.ir/fa/news/4280604